خبرونهنړۍ

اسرایل د بریا چانس نلري؛ انقره اقتصادي فشارونو ته دوام ورکوي

نړۍ، د غبرګولي ٥مه، بهرنۍ رسنۍ
نړیوالو رسنیو د اسرایلي صهیونست رژیم د پخواني لومړي وزیر اولمرت له قوله خبر ورکوي چې دغه رژیم په روان جنګ کې د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې د بریا چانس نه لري.
د نوموړي په خبره په ځمکنۍ جګړه کې د اسرایلي ځواکونو روانو ماتو ته په کتو د نتانیاهو حکومت باید جګړه ودروي.
ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن شنبې په یو بیان کې ویلي، چې د روانې جګړې تر درولو پورې به پر اسرایلو اقتصادي فشارونه روان او ډیپلوماتیکې اړیکې به پرې وساتي.
دغه راز نن شنبې د اشغالي فلسطین او اسرایلي خاورې په بېلابېلو سیمو کې د صهیونست رژیم د عسکرو یو شمېر مرکزونه د حزب الله ډلې د توغندیو ښکار شوي، چې ځینو سیمو کې یې مرګ ژوبله هم ور اړولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته