نړۍ

دنړۍ بدلونونو ته يوه کتنه .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
_ دعراق  دپايتخت بغداد ښار دصدر دشيعه ګانو داستوګنې په ناحيه کې دسبو پلورنې په بازار کې دنننۍ چاودنې له امله څه ناڅه اتيا تنه ووژل شول  او کابو  دوه سوه تنه نور ټپيان شول ، داعش ددغې چاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى .
_  دچين دنيانجين ښار ددوو سختو چاودنو له امله دوژل شويو کسانو شمير دوه ويشتو تنو او دتپيانو شمير پنځه سوه تنو ته ورسيد ، دغه چاودنې تيره شپه دکيماوي اوخطرناکو موادو په ډيرۍ  کې  وشوې .
  _ دلبنان اردو تصميم لري چې دسوريې مهاجرينو هغه ټولې خيمې راټولې کړي چې دلبنان په خاوره کې درولي شوي دي .
_ طبي ازمايښتونه ښيي چې دامريکا پخواني جمهور رييس  جيمي کارتر دسرطان په ناروغۍ اخته شوى دى .
_  دليبيا  دسولې خبرې  کومې مطلوبې نتيجې ته  له رسيدو پرته نن په ژينو کې پاى ته ورسيدې .
_  ټاکل شوې ده  ددغو خبرو  بل پړاو په المغرب کې ترسره شي .
_  دحماس يا داسلامي مقاومت  دحرکت  دسياسي دفتر رييس  خالدمشعل نن دترکيې له جمهور رييس  رجب طيب اردوغان او ددغه هيواد له صدراعظم داود اوغلو سره له فلسطينيانوسره  دترکيې دمرستو په باب  په انقره کې  وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
  _  دامريکا ددفاع وزارت  اعلام وکړ  چې دداعش پرخلاف يې تيره شپه دترکيې دانجيرلک له اډې څخه  لومړني هوايي بريد ترسره کړ .
_ دملګروملتو دسازمان دسرمنشي مرستيال  ستيفن  اوبراين دحوثيانو او دخلکو دمقاومت ترمنځ  دنښتو له امله  دعدن ښار د ويجاړتيا دپراختيا له امله  حيران شوى دى او ددغه ښار  اوسيدونکو ته  دلومړنيو موادو رسول يې  دملګروملتو دسازمان  لومړيتوب وباله .
_ په اب  ايالت کې  دحوثي ياغيانواو دوګړني مقاومت ترمنځ  سخته جګړه  روانه ده او دسعودي عربستان  جنګي الوتکو نن دحوثيانو او ددغه هيواد دمخلوع جمهور رييس  عبدالله صالح  دپلويو کسانو څو سنګرونه بمباري کړ .
_  دحماس  دنظامي اړخ عز الدين  قسام پوځي قطعې ددښمن ديوې کشافي الوتکې  دکشف او ضبط  خبر ورکړ او ويې ويل  چې له دغې الوتکې څخه به  داسرائيلو پرخلاف  په پوځي مقصدونو کار واخيستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته