امنیت

په هرات کې دسولې له بهيرسره د دريو تنووسله والو طالبانو يوځاى کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٠ :
دهرات ولايت  په غوريانو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال طالبان دسولې له بهيرسره  يوځاى شول.
دغو کسانو له خپلو دريو ميلو وسلو سره ځانونه د غوريانو ولسوالۍ  دملي امنيت مديريت تسليم کړل.
له بلې خوا دهرات سيمه ييز مسوولين وايي   دغه کسان مخکې  چې دتروريستي 
او ډاراچوونکو ډلو په ترکيب کې په وسله والو فعاليتونو بوخت وو  ژمنه وکړه چې له دې وروسته دامنيت دتامينولو په خاطر دامنيتي ځواکونو ترڅنګ هلې ځلې کوي.
دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد له نورو تروريستانو او ډار اچوونکو څخه هم وغوښتل چې  ددولتي ضد وسله والو فعاليتونو څخه لاس واخلي .
دروان کال له پيل څخه   تراوسه پورې  دا ددولت لومړۍ وسله والو مخالفه ډله ده چې په هرات ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته