کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دپيروزي رخه ټيم دپنجشير دفوټبال دغوره ليګ اتل شو.
دغه ټيم داته ديرشو امتيازونو په ترلاسه کولو سره ددغه ليګ اتل شو .
دغه سيالۍ څلور مياشتې مخکې داتو غوره ټيمونو په ګډون دمارشال محمد قسيم فهيم په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې
ددغوسياليو په پاى کې فضل الرحمن دګول دښاغلي ، نادر نادري دښه ګول ساتونګي ، عبدالحميد دښه ښوونکي او ذبيح الله ددغوسياليو دښه لوبغاړې په توګه وپيژندل شول .
دپنجشير دفوټبال فدراسيون مسوول احمد احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ دتګ راتګ په ډول ترسره شوې .
هغه وويل چې په پنجشير کې دفوټبال دغوره ليګ دسياليو دترسره کولو دبهير په پيل سره يې ښه شهرت ترلاسه کړى دى . او هم دغې ورزشي څانګې ته دځوانانو دمينه والو شمېر هره ورځ زياتوالي مومي .
دپنجشير دوالي مرستيال محمد امين صديقي ددغوسياليو دمراسمو په پاى کې وويل چې دورزش او له هغې جملې څخه دفوټبال دودې لپاره به هلې ځلې وکړي .
ختم_سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل