نړۍ

ايران د سولې د تامينولو په باب د ملي وحدت د حکومت د هڅو اوهاند ملاتړ کوي

نيويارک ايرنا باختر دوږي دمياشتې  ٢٨ :
د ملګرو ملتو په سازمان کې د ايران سفير او دايمي استازي په افغانستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ او د تروريستي بريدونو د دوام په باب ددغه سازمان دعمومي منشي رپوټ ته په اشارې سره څرګنده ګړه: د ايران اسلامي جمهوريت د سولې د تامينولو په لاره کې د ملي وحدت د حکومت د هڅو او هاند هر اړخيز ملاتړکوي .
د ملګرو ملتوپه سازمان کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير او دايمي استازي غلام علي خوشرو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان دحالت دڅيړنې په غونډه  کې د وينا په ترڅ کې څرګنده کړه: ايران تل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او پرمختګ ملاتړ کړى دى او خپل دغه ملاتړ ته دوام ورکوي.
خوشرو له سياسي، امنيتي او اقتصادي چلنجونوسره په مقابله کې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له هڅو سره دملاتړ په ترڅ کې څرګنده کړه: په افغانستان کې سوله او ټيکاو  د ايران او د سيمې د نورو سيمو په پولوکې د سولې او ثبات مانا لري.
د ايران سفير په دې برخه کې امنيت شورا ته د عمومي منشي وروستي رپوټ ته په اشارې سره څرګنده کړه چې وروستۍ رپوټ د نا امنۍ او بې ثباتۍ د دوام او د طالبانو او نورو ډلو له خوا  دتروريستي بريدونو د زياتوالي څرګندوى دى.
ده  زياته کړه: د ايران اسلامي جمهوريت دغه ټول بريدونه غندي او له طالبانو سره هر راز همکاري په دغه هېوادکې د سولې او ټيکاو په زيان بولي .
د ايران سفير د طالبانو او القاعده په ګډون د تروريستي ډلو د پراخ طيف او په دې وروستيو وختوکې په افغانستان کې د داعش د ګواښ څرګنديدو ته په اشارې سره   له تروريزم سره په مبارزه کې د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ او همکارۍ لپاره د سيمې او نړۍ د قدرتونو مسووليت ور زيات کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته