فرهنګ

اعلاميه

په نړيوالو ميراثونوکې د ميناتورۍ هنر پر ثبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلاميه

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
په نړيوالو ميراثونوکې د ميناتورۍ هنر پر ثبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلاميه
په وروستيو کې مو خبر ترلاسه کړ چې د ميناتورۍ هنر چې اصلي منشا او ټاټوبى يې افغانستان دى؛ د ايران، ترکيې، آذربايجان او ازبکستان په همکارۍ د نړيوالو ميراثونو په نوملړ کې شامل شو. دغه پرېکړه د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د بين الدولتي کمېټې د ۱۵مې غونډې په څنډه کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبري ناستو کې د افغانستان په نامه چې د میناتورۍ هنر اصلي منشا او ټاټوبى دى، يونسکو ته د دغه هنر د ثبتولو خبر ورکړى دى او که د سيمې هېوادونه لیوالتیا ولری نو کېدای شي چې په ګډه دا هنر ثبت شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هغو ناستو کې چې په کابل کې د يونسکو له مسوولينو سره لرلې، په دې اړوند خپل رسمي اعتراض شريک کړی او له اصولي مراجعو څخه یې د قضيې د حل غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت د رسمي مکتوبونو په ترڅ کې دغه راز د يونسکو سازمان ته په نړيوالو ميراثونو کې د ميناتورۍ هنر د ثبت موضوع په رسمې توګه تعقيب کړې او د يونسکو محترمې ادارې د مکتوب له ترلاسه کولو او د ګډ ميراث په توګه د ميناتورۍ هنر د ثبت په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ډاډ ورکړى دى.
يونسکو سازمان دغه راز د٢٠٢٠ کال د جولاى په ٣٠ مه په ايميل کې د٢٠۲۱ کال تر مارچ پورې د ميناتورۍ د ثبت د دوسيې د بشپړېدو ډاډ ورکړى دى چې غړي هېوادونه کولاى شي د دغه ميراث د مالکيت له ادعا کوونکو هېوادونو سره له تفاهم وروسته سندونه بشپړ او دغه سازمان ته یې واستوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نړيوال ميراث په نوملړ کې د ميناتورۍ هنر په ثبت پورې اړوند سندونه ترتيب کړي دي او په نږدې راتلونکو ورځو کې به د بهرنيو چارو وزارت له لارې يونسکو سازمان ته واستول شي.
په نړيوال ميراث کې د ميناتورۍ هنر ثبت، يونسکو سازمان ته د استول شويو مکتوبونو په پام کې نيولو سره د ٢٠٠٣ کال ناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتنې کنوانسيون له مندرجو موادو سره په ښکاره ټکرکې دى او د اړوندو هېوادونو ترمنځ د فرهنګې همکاريو د فضا د نه رامنځته کېدو سبب کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغې اعلاميې په خپرولو سره په رسمي ډول يونسکو سازمان ته خپل اعتراض اعلاموي او له يادې ادارې څخه غواړي چې دې موضوع ته له اصولي او ديپلوماتيکو لارو رسيدګي وشي او د افغانستان او اړوندو هېوادونو د ګډ فرهنګي ميراث په توګه د ميناتورۍ هنر پر ثبت اقدام وکړي.
محمد طاهرزهير
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته