خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د بدخشان د پل خشتي تاریخي آبدې پر ساتنه ټینګار وکړ

کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي،  اداري او د ګرځندوی معین مولوي سعد الدین سعید د بدخشان ولایت د پل خشتی له تاریخي آبدې، سیمه ییز موزیم او عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.

د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس انجنیر ذبیح الله امیري په دې کتنه کې مرستیال وزیر ته د پل خشتي د تاریخي آبدې، سیمه ییز موزیم، عامه کتابتون او د یاد ریاست د زیانمنو شویو برخو په اړه مالومات ورکړل.

نوموړی همدارنګه د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د لاسته راوړنو او کارونو په اړه معلومات ورکړل او د هغوى يو شمېر ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی له معین سره شريکې کړې.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د یاد رياست د لاسته راوړنو او کارونو د ستاینې ترڅنګ وویل چې په دغه ولايت کې د کلتوري غونډو او پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د بودجې په ورکولو کې به د کارکوونکو د امتيازونو په زياتولو کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کوکچې سیند څنډو کې استنادي دېوال د جوړولو، په بدخشان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د انګړ احاطوي دېوال او د پل خشتي د تاریخي آبدې د ساتنې په برخه کې به بودیجه برابره کړي او د یاد ریاست د کاري ستونزو د لرې کولو په برخه کې یې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته