خبرونهاقتصادفرهنګTOP

بدخشان کې د افغانستان د سیاحتي جاذبو تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس ترسره شو

کابل، د غبرګولي ۶مه، باختر

په بدخشان کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د افغانستان د سیاحتي جاذبو ملي کنفرانس چې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم پکې ګډون کړی وو، پرون پای ته ورسېد.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاد کنفرانس کې وویل؛ د ویاړ ځای دی، چې علمي کادرونه د افغانستان ښکلاوې افغان ملت او نړۍ ته ښکاره کوي او د افغانستان د سیاحتي ځایونو په اړه پوهاوی ورکوي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم یاد کنفرانس او مقالې د سیلانیانو را جلبولو په برخه کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې دغه کنفرانس او مقالې چې د سیلانیانو راجلبولو په اړه ليکل شوي دي، د ځوانانو ترڅنګ به د بهرنیو سيلانيانو لپاره هم ښې پایلې ولري.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې سیاحتي صنعت ته د ودې ورکولو، ګرځندویانو راجلبولو او د افغانستان د تمدن او کلتور په اړه خبرې وکړې او دغه چاره يې په اقتصادي برخه کې د ځان بسیاینې لپاره مهمه وبلله.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په دغه کنفرانس کې وویل چې د افغانستان سیاحتي جاذبې د افغانستان د کانونو په څېر خامې پاتې دي او اړتیا ده، چې د دغو جاذبو کشفولو او څېړلو ته کار وشي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس ته راغلې ۱۰۸ مقالې به له توحید او ترتیب وروسته هغو سکتوري وزارتونو ته سپارل کیږي، چې د سیاحت په برخه کې کار کوي، ترڅو په خپلو پالیسیو او طرحو کې ورڅخه ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته