خبرونهفرهنګ

غور کې موندل شوي تاریخي اثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي

کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د غور پای منارجام کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰ قلمه ډول ډول موندل شوي تاریخي آثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې موندل شوي آثارغوریانو دورې پورې اړوند دي، چې د یو شمېر دولتي مسوولینو په شتون کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست ته وسپارل شول.
ټاکل شوې ده چې د موندل شویو آثارو لرغونتیا به ډېرژر د لرغون پوهانو له لوري مشخص شي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ورته تاریخي آثار موندل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته