دمشق نړيوالي خبري منابع باخترد جوزا دمياشتې ٧ :
دعربو د اتحاديې دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران به دغبرګولى په ١٤ نيټه دمصر په پايتخت قاهرې ښارکې د يوې فوق العاده غونډې په ترڅ کې د سوريې بدلونونه وڅيړي.
د الجزيرې د رسمي خبري آژانس دخبرله مخې : د عربو د اتحاديې دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو فوق العاده غونډه تصميم لري په خپله دغه غونډه کې د سوريې د بدلونونو په څيړنې سربېره د سوريې په اړوند د ژنيو د نړيوالې غونډې په باب يو عربي دريځ غوره کړي.
د را رسيدلى خبرله مخې: د عربو داتحاديې د عمومي منشي او د دغه نړيوال مرکز دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو له سلامشورو وروسته تصميم ونيول شو چې دغه فوق العاده غونډه د سوريې د بدلونونو دڅيړنې په خاطر جوړه شي.
د الجزيرې خبري اژانس زياته کړې ده: دعربي هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو په قاهره کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د ژنيو دنړيوال کنفرانس په برياليتوب کې دعربي هيوادونو د رول د لوبولو لپاره دلارې يوه نقشه تدوين کړه .
0 1 دقیقه لوستل