نړۍ

دسعودي عربستان وليعهد اسلام آباد ته ورسيد.

اسلام آباد- ډى ډان – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
د سعودي عربستان وليعهد شاهزاده سليمان  بن عبدالعزيز آل سعود پرون ديوه
درې ورځنۍ سفر لپاره اسلام آباد ته ورسيد.
په دې سفر کې له وليعهد سره  دسعودي عربستان دصدراعظم مرستيال او د دفاع وزير ملګرتيا کوي.
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ  ږ شهزاده   سليمان دپاکستان له جمهور رييس ممنون  حسين او صدراعظم نواز شريف سره   د دوه اړخيزو او نړيوالو مسلو په باب خبرې کوي  او دافغانستان مسله به هم ددغو خبرو اترو مهمه برخه وي .
دسعودي عربستان وليعهد به  د پاکستان د دفاع او امنيت دتاسيساتو په ګډون
له دغه هيواد سره څو موافقه ليکونه لاسليک کړي .
دا پاکستان ته دسعودي د  شهزاده  دويم سفر  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته