-کابل /دوږي ١١مه /باختر :
د ملي اردو يو هليکوپتر په تخارکې راوغورځېد خو ويل کېږي په دې پېښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛دغه هليکوپتر نن له غرمې وروسته د شهيدو پوځيانو مړي چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيدان شوي و، لېږدول چې له فني ستونزې سره مخ شو او په رستاق ولسوالۍ کې راوغورځېد.
د تخار يو سيمه ييز خبرځاى له باختراژانس سره په اړيکه کې د دغه هليکوپتر راغورځېدل تاييد کړ .
هغه وويل چې په دې پېښه کې د هليکوپتر سپرليو ته زيان نه دى اوښتى. خو ويل کېږي په دې پېښه کې هليکوپتر زيانمن شوى دى .
د ملي دفاع وزارت تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ج_اکرم
0 1 دقیقه لوستل