مسکو باختر د چنګاښ لسمه :
يو ام اى – ٨ هليکوپتر له څوارلسو سپرليو او عملي سره دروسيې په لرې ختيځ کې راوغورځيده چې دسپرليو برخليک يې نامعلوم اعلان شوى دى.
باختراژانس دنيوزنو سايټ له خولې خبر راکړ، دروسيې د بيړنيو حالاتو وزارت مقاماتو وويل: د ام- اى – ٨ هليکوپتر پرون دروسيې په ختيځ کې دخابا روفسک ولايت د ورخنبور نسک سيمه کې راوغورځيد.
ددغه خبر له مخې، دپيښې له سيمې څخه هوايي تصويرونه داڅرګندوي چې هليکوپتر د راغورځيدو او له ځمکې سره په ټکر کيدو کې اور اخستى دى .
دمرستې رسولو لپاره دروسيې دبيړنيو حالاتو وزارت دوو هليکوپترونو چې دمرستې رسولو کسانو پکې سپاره دي دپيښې سيمې ته روان شوى دى .
دروسيې د بيړنيو حالاتو وزارت داعلام له مخې ،اوس د دغه هليکوپتر دڅوارلسو تنو سپرليو برخليک معلوم نه دى .
1 1 دقیقه لوستل