کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
ټاکل شوې ده د هېواد دکرکټ ملي ټيم سبا د زيمبابوې له ټيم سره خپله درېمه پنځوس آوريزه لوبه ترسره کړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ د ملي ټيمونو پنځه ورځني پنځوس اوريزې سيالۍ د زيمبابوې په کوربه توب د ٢٠١٧ کال د فبروري د مياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه پيل شوې دي چې تر اوسه پورې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم دوه لوبې ګټلې او يوه لوبه يې د څلورو منډو په توپير سره بايللې ده .
د يادونې وړ ده چې دغه ټيمونه سباخپل څلورمه لوبه ترسره کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ