خبرونهاقتصاد

څوارلس ميليونه ډالر ليلامېږي

 کابل/ د کب / ۱۴ مه/ باختر

مرکزي بانک ١۴ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د کب په ١۵ نېټه د  یکشنبې په ورځ، ١۴ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.

په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته