نړۍ

دپراختيا او عدالت واکمن ګوند دترکيې په سيمه ئيزو انتخاباتو کې بريالى اعلام شو .

انقره باختر دوري يوولسمه :
  دترکيې دښاري شورا دانتخاباتو لومړنى نتيجې نن اعلام شوې .
  دباختراژانس دخبر له مخې، داعلام شويو نتيجو له مخې  دپراختيا اوعدالت واکمن  ګوند درايو داکثريت په ګټلو سره بريالى شوى دى  ، دغه انتخابات پرون مازيګر پاى ته ورسيدل  او دلومړي ځل لپاره ديوې حجاب اغستوونکې  ښځې  په ګډون درې  ښځې ددريو سترو ښارونو دښاروالانو او دترکيې ښار دښاروالۍ په توګه انتخابې شوې .
له واکمن ګوند څخه پخوانۍ وزير  فاطمه شاهين ، دسولې او دموکراسي  له ګوند څخه ګولتان کيشاک او له جمهوريت غوښتوونکي ګوند څخه  اوزلم چرچي  اوغلو دغازي انتپ ، دياربکر او دوايدين دښارونو د ښاروالانو په توګه انتخابې شوې .
ديوې  خبري سرچينې  دخبر له مخې  په انقرې ښار او د ترکيې په جنوب  ختيځو ولايتونو کې دسيالو ګونډونو دپلويانو ترمنځ  دسيمه ئيزوانتخاباتو په بهيرکې  دنښتو له امله اته تنه ووژل شول او يوڅلويښت تنه نور ټپيان  شول .
دانتخاباتو نتيجې به ددغې پوښتنې لپاره ټاکوونکي وي چې ايا اردوغان دزمري دمياشتې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ځان نوماندوي او که څنګه ؟
دپراخ اداري فساد له تورو وروسته ، اردوغان څه موده مخکې په  ترکيه کې دتويتر او ديوتيوب  دخبري  خدمتونو انترنتي سايتونه منع کړل  چې له دې لارې دحکومت پرخلاف دنامطلوبو  خپرونو مخه ونيسي .
دپرونيو انتخاباتو درايو په شميرنه کې دپراختيا  او عدالت ګوند دښارواليو دڅلور کاله مخکې انتخاباتو په نسبت د يادونې وړ زياتوالى ليدل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته