امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان په قندهار ښارکې ونيول شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
دوسله والو مخالفينو يو قوماندان د ملي اردو دمنسوبينو له خوا ونيول شو او
د ملي اردو دځواکونو له خوا دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې درې ديرش ماينونه کشف اوشنډ کړاى شول .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  دملي اردو منسوبينو دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوه اندازه جنګي وسايل  ترلاسه شول . په همدې حال کې دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو سيموکې دامنيتي ګزمو دترسره کولو په بهير کې درې ديرش ماينونه کشف او شنډ کړل .
دغه رازدملي اردو دخاصې قطعې منسوبينوهم د وسله والو مخالفينوديوقوماندان دنيولو په مقصد دقندهار ښار داوومې ناحيې په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دغه قوماندان ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې : دوسله والو مخالفينو له خوا دننګرهار ولايت دښيوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټ کې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله دملي اردو يومنسوب شهيد او درې تنه نور ټپيان اودملي اردويوبل عسکردهلمند ولايت دنوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ورته پيښه کې شهيد او دميدان  وردګو ولايت دسيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو يو منسوب ټپي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته