سیاست

پوهاند عبدالسلام عظيمي په کابل کي داستراليا له سفير سره وکتل.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمي وروسته  دخپل  کار په دفتر کې  په کابل کې داستراليا له سفير جان فليپ سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کې قاضي القضات  دافغانستان او استراليا دهېوادونو ترمنځ دژورو تاريخي اړيکو په باب خبرې وکړې  اودافغانستان په بيا جوړولو کې يې دنړيوالو کنفرانسونو له لارې ددغه هيواد ونډه اخيستنه  ارزښتناکه وبلله .
وروسته يې  دهېواد دقضايي نظام دفعاليت له بهيرسره  اړيکې ونيولې  او زياته يې  کړه  : قضائيه قوې  ددولت  دمستقل رکن په توګه دقضايي نظام داساساتو  دکيفي بدلون په لاره کې  زياتې هلې ځلې کړي دي  او په دې بريالۍ شوې ده چې دقاضيانو دمسلکي ظرفيت  دلوړولو ،  ددوسيو  دثبت دنوې ادارې دسيستم  او دقضيو دمديريت دسيستم دتطبيق ، دمډرنو تجهيزاتو او تکنالوجۍ دتامينولو ،  دمحکمو فزيکي بنسټونو ته دپاملرنې ، دمحکمو دمادي او تخنيکي اړتياو دحل کولو په لاره کې دمرستو دجذب  ، دقضايي اجرااتو دآسانه کولو ، دمحکمو دامنيت دتامينولو په لاره  کې دقضايي پوليسو دجوړولو ، له اداري فساد سره دمبارزې  او دهېواد په  دننه او بهرکې دقاضيانو دتخصصي  روزنيزو پروګرامونو دتطبيق په ساحو کې  اقدامات وکړي  اوپه  حقيقت کې دهېواد دقضايي نظام دنن  او سبا لپاره  دډاډمن بنسټ ډبره کيږدي چې له شک پرته ددوست هېواد استراليا په ګډون دنړيوالي  ټولنې مرسته او ملاتړ  چې په نړيوالو کنفرانسونو کې څرگند شوي دي ، کولاى شي  دقضاييه قوې پروګرامونه په آسانۍ سره مطلوب منزل ته ورسوي .

قاضي القضات دغه راز څرګنده کړه  چې  قضائيه قوه به دجمهوري رياست په
انتخاباتو کې بيطرفانه رول ولري او په دې بهيرکې له  لاسوهنې پرته  به  له ټولو بنسټونو سره   لازمه  مرسته او همکاري ولري .
وروسته  داستراليا  هېواد سفير جان فليپ له قاضي القضات سره  دکتنې دفرصت  دبرابريدو  او دمحکمو دحالت  داوسني بهير په نسبت   چې دقانون دواکمنۍ اودقضايي  عدالت زيرى ورکونکي دي  مننه او قدر داني وکړه او ويې ويل  : نړيوالې ټولنې  په مجموع کې او داستراليا هيواد په خاصه توګه  په افغانستان کې  سياسي  حالت او دبشري حقوقو  حالت تعقيب کړى دى   او هره شيبه  دې ته چمتو دي  چې دتوکيو دکنفرانس په ګډون په نړيوالو کنفرانسونو کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او دافغانستان له دولت اوقضايي نظام سره مادي او تخنيکي مرستې وکړي  چې وکولاى شي دحق او عدالت دتامينولو په لاره کې چې په ټولنه کې دسولې ، ثبات او امنيت څرګندې مشخصې دي ، خپلې دندې سرته ورسوي .
ديادونې وړ ده چې په دې کتنه کې  دسترې محکمې دعالي شورا غړې  او دعامه امنيت دديوان رييس ډاکتر عبدالملک کاموي او دقضائيه قوې داداري عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم ګډون درلود .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته