سیاست

تبصره :

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د مقاومت او جهاد ستر مړينى مارشال محمد قسيم فهيم له  شپږپنځوسو کلونو
له مانا او عزت  ډک ژوند وروسته  وفات شو .
دباختر آژانس مبصر ليکى :
  ستر سياستوال ، مبارزه  څيره او دجهاد او مقاومت يادګار مارشال محمد قسيم فهيم پرون له شپږ پنځوسو کلونو ارزښتناک او له مانا  ډک ژوندانه  وروسته وفات شو .
مارشال فهيم په داسې حال کې چې د ځوانۍ  په  دوران کې و   زموږ په هيواد کې ناوړه سياسي بدلونونه رامنځته شول او دکمونيزم کړغيړنه او نا متجانسه مفکوره چې زموږ هيواد ته  يې لاره وموند  له چې   وروسته زموږ په هيواد د سره پوځ دتيري زمينه برابره شوه  دا کار د دې سبب شو چې ځوان قسيم  د دې هيواد د زياترو  نورو ځوانانو په شان دهمت ملا وتړي او دجهاد جبهوته  روان شي .
ده لومړى  دکونړ ولايت په  يوې ولسوالۍ کې په   جهاد لاس پورې کړ او  وروسته خپل ټاټوبي  پنجشير ته ستون شو او دجهاد  د سردار شهيد احمد شاه مسعود تر لارښونې او قوماندې  لاندې يې ديرغلګر سره پوځ او د هغه تر ملاتړ لاندې   رژيم پرخلاف په وسله وال جهاد لاس پورې کړ.
دى د دې ترڅنګ چې د پنجشير په هره  دره او غره کې دتيري کوونکو پرديو په
لټه کې و له شهيد مسعود سره  يې دمجاهدينو دچارو په سمونو او  همغږۍ  لاس پورې کړ .
محمد قسيم فهيم په  ډير لنډ وخت کې دافغانستان په جهاد کې په يوې اغيزمنې سياسي څيرې بدل شو.
ده په درايت  سره کار کاوه  ځکه  ځان يې مسوول  باله   چې له بهرنۍ يرغل سره مقابله وکړي هيواد او خلک يې په عملي توګه د دين او فرهنګ دښمنانو سره مخامخ   وو.
دى او د ده دسنګر ملګرى  شهيدمسعود له هغه  وروسته چې په په پنجشير کې دجهاد دچارو په سمونو او همغږي  بريالي  شول په دې فکر کې شول چې له پنجشير څخه بهر دمجاهدينو چارې سمون  ومومي او مجاهدين دې  په واحدي مفکورې او په  سمې همغږۍ  سره دهيواد په هره سيمه کې په  ګډه عمل وکړي .
په همدې دليل و چې فهيم دکابل په شمال کې د مجاهدينو د چارو په سمون  لاس پوې کړ.
دغه راز ده وکولاى شول چې  دشهيد مسعود په  لاره ښوونه په نورو ولايتونو کې هم مجاهدين تنظيم او يو موټي کړي .
ده په برياليتوب سره کار وکړ او زيات درايت او استعداد يې څرګند کړل .  فهيم دمجايدينو ترمنځ په دريو لسيزو اغيزمن کار کې او په هيواد کې داسلامي نظام
له جوړيدو   وروسته هلې ځلې وکړې چې په  هيواد کې ملي واکمنۍ   تامين  شي ، ملي ورورولي رامنځته شي .
د ده ستراتيژي او فکري پوهې د برابرې پربنسټ تکيه لرله   له پرديو سره پردى و. دهيواد له دښمنانو سره يې دښمنۍ کوله ، مقاوم او هوډمن و.  ده ته دخپل هيواد او خلکو ګټو ارزښت  درلود او په دې لاره کې تل هوډمن پاتې شو.  دى د هيواد يوه اغيزمنه او سياسي څيره وه  چې په بيلابيلو وختونو کې يې دحالاتو په سمون او ښه والي کې اغيزمن رول درلود او د سياسي معاملو په بهير کې يې د يو اغيزمن غړي په توګه  خپل دريځ  او مقام وساته  په اوسنيو نازيکو شرايطو کې د ده مړينه کيداى شي يوه ضايعه وي .
په همدې حال کې هغه ميړانه او لوړه مفکوره  او نظر چې ده  د  هيواد ، دسولې دلريد او دملي يووالي په نسبت لرل کيداى شي د ده بارانو او دهيواد ځوان نسل ته يوه الګو وي چې بايد الهام ورڅخه واخلو او هغه په پام کې ونيسو  او له لکه څنګه چې ده فکر کاوه دخلکو دنيکمرغۍ او سوکالې لپاره  فکره کاوه او پرې يې نښود اوسنى تګلورى  چې اخوت ، يووالۍ او دخلکو پيوستون پکې تضمين  شوى دى له اصلي واټ څخه  واوړي او د فهيم،  مسعود او دهغوي  په شان د نورو ميړنيو هيلې او مفکورې هيرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته