![20240526 154942 0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/20240526_154942_0000-720x470.png)
کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر
د خوست امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د شرابو د یوې کوچنۍ کارخونې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د سرچینې د معلواتو له مخې له یادې کارخونې ۸۰ لېټره شراب او د شراب جوړولو اړوند توکي ترلاسه او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
هېره دې نه وي، چې د نیول شوي کس دوسیه به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.