سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کریکټ مېله؛ افغان لوبغاړي د نړیوال جام مالګه ده

تبصره
د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه لرې په امریکا متحده ایالاتو او ویسټنډیز کې د کریکټ نړیواله مېله یا هم لوبې پیلیږي، چې د راشد خان په مشرۍ د افغان ابدالي شاوخوا ٤٠ میلیوني ملت، یوولس مټور او ګل رنګه استازي او د دغو لوبو خواږه هم برخوال دي.
پرته له شکه چې افغان لوبغاړي د هند په غوره لیګ او د هېواد قوشتېپې کانال ملي سیالیو کې تر لوبېدو او هلته په ویسټنډیز کې په تمریناتي کمپ کې تر ګډون وروسته ښه تیار شوي او تمه کیږي، چې ښې نه؛ بلکې بریالۍ لوبې به وکړي.
د ملي لوبډلې د انګلیس مشر روزونکي جانتن ټروټ له شاګردانو د ښې لوبې کولو تمې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې د نړۍ زبر ځواکو لوبډلو انګلستان او په ځانګړې توګه د تېر کال اکتوبر په ٢٣ مه یې پاکستان ته سختې ماتې ورکړې.
وروستیو کې د افغان لوبغاړو غوره لوبو د کريکټ لوبې افغان مینوال اړ ایستلي، چې نور په ښو لوبو کولو قناعت وه نکړي او د ټولو سترګې بریاوو ته پاتې دي او دا هغه مهم اړخ دی، چې مشر روزونکی ټروټ، راشد او لوبغاړي باید ورته پام وکړي.
دغه راز د هند غوره لیګ کې د نهو افغان لوبغاړو ګډون هم د پام وړ دی، چې ښایي په سیالو لوبډلو د افغان لوبډلې د قوت تله درنه وښیي، نو په ټوله کې باید ووایم، چې افغان لوبډله او مینوال کولی شي په نیمه پایلوبو کې د لوبېدو خوب له وړاندې وویني.
هیله ده افغانان یوځل بیا د کریکټ له اړخه د خوښیو د لمانځلو شاهدان واوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته