خبرونهTOPټولنه

د بغلان او تخار سېلاب ځپلو لپاره د ایران د مرستو دویمه جوپه بلخ ته رارسېدلې

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د بلخ ځایي مسوولینو دغه ولایت ته د بغلان او تخار سېلاب ځپلو لپاره د ایران د مرستو د دويمې جوپې د ور رسېدو خبر ورکړی دی.
په مزار شریف کې د ایران مرستیال سرکونسل سجاد جعفري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې بلخ ولایت ته یې د هېواد ٢٣ ټنه مرسته رسېدلې چې په کې خوراکي توکي، کمپلې، درمل او البسه شامله ده.
هغه ویلي چې د دې مرستو ترڅنګ به نورې مرستې هم د یاد هېواد لخوا وشي.
همدارنګه په شمال زون کې د سره صليب رییس یونس معصومي وویل، چې د سره صليب ټيم بلخ ولايت ته استول شوی تر څو د ایران او نورو هېوادونو مرستې د بغلان، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو سېلاب ځپلو کورنیو لپاره انتقال کړي، همداراز نوموړي د سره صليب په استازيتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې ځايي مسوولینو له کورنيو او بهرنيو موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې د فاریاب، غور، بدخشان او نورو ولایتونو سېلاب ځپلو سیمو ته خپلې مرستې ولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته