![20240526 154655 0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/20240526_154655_0000-720x470.png)
کابل، د غبرګولي ۶مه، باختر
د کندز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست د برنامو آمر مولوي عبدالحکیم امین د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل،چې د چهاردرې ولسوالۍ اړوند په قریه یتیم کولابي کلي کې د دانیدا موسسې په مالي ملاتړ د ۱۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په سولري سیسټم سمبال د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغه پروژه کې د ۲۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو ذېرمې جوړول، ۱۰۸ نل لیکو نښلول، ۹ تختې سولر لګول، ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د ژورې څاه کیندل او د ۵ زره ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي.
هېره دې نه وي چې د یادې شبکې پرمټ د سیمې ۲۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.