سیاستخبرونهTOP

الخلیفي: د افغانستان په اړه هره کېدونکې غونډه د اسلامي امارت له حضور پرته پايله نه لري

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل الحنزاب هم شتون درلود‌.
الخلیفي په دغه کتنه کې وویل قطر غواړي، چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغولو او پیاوړي کولو کې مثبت رول ولري.
نوموړي زياته کړه، چې په قطر کې د ملګرو ملتونو له لوري په را روانه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون اغېزمن دی او هيله لري، چې دا غونډه به ښې پایلې ولري.
د هغه په وینا، قطر په دې اند دی، هره غونډه، چې د افغانستان په اړه کېږي د اسلامي امارت له حضور پرته پایله نه لري.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې غوښتنه وکړه، چې قطر او نور هېوادونه دې په افغانستان کې د بنسټونو رغولو، لویو لارو او نورو سترو پروژو کې مرسته او پانګونه وکړي.
هغه وویل، که د اسلامي امارت شرطونه پوره کړل شي د قطر په راتلوونکي غونډه کې به اغېزناک ګډون وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت نظریات او غوښتنې له نظره ونه غورځوي او هیله یې وښوده، چې د دوحې ناسته د اسلامي امارت او نړۍ د تعامل فرصت وګرځي.
د يادونې وړ ده، چې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې  دوستي او مثبت تعامل غواړي او تمه یې وښوده، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې په دې اړه مثبت ګامونه واخیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته