کابل، د غبرګولي ۶مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د نشه يي توکو د کاروبار په تور د ۸ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ څخه باختر اطلاعاتي اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې اته تنه تورن کسان نیول شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې له نیول شویو کسانو سره ۵ زره ۵۰۰ ټابلیټ کا، شاوخوا ۱۶۰۰ذیکپ ګولۍ او یو کیلو چرس هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.