![20240526 164243 0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/20240526_164243_0000-720x470.png)
کابل، د غبرګولي ۶مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت اړوند د جنګلک په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون په نوښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل پوهنتون په همغږۍ نن په کابل پوهنتون کې (د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي او د یادو توکو د کارونې ناوړه پایلې) تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.
په دغه سیمینار کې ګډونوالو د نشه يي توکو د زیانونو او په ټولنه يې د ناوړه اغیز په اړه خبرې وکړې.
د یاد رغتون د ټولنیزو کارکوونکو عمومي مدير هوشمند قريشي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې د دغه سیمینار موخه د نشه يي توکو له زیانونو څخه د ټولنې خبرولو او په دې اړه عامه پوهاوی دی.
هوشمند زیاته کړه، دا چې کابل پوهنتون کې د هېواد له ټولو سیمو څخه محصلین په زده کړو بوخت دي، نو دوی ته د ورته سیمینارونو جوړول د نشه يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی د هېواد ګوټ ګوټ خلکو ته په رسولو کې ډېره مرسته کوي.
د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې نشه يي توکي د هېواد په ځانګړي ډول د ځوان نسل لپاره جدي ګواښ وباله او له حکومت څخه یې د مخنیوي په موخه د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د سیمینار په پای کې په دې اړه د محصلینو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل شول.