سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د ایرلېنډ، ناروې او هسپانیا له لوري د فلسطیني دولت د رسميت پېژندنې هرکلی وکړ

کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ایرلېنډ، ناروې او هسپاینا هېوادونو له لوري د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایرلېند جمهوریت، ناروې او هسپانیا شاهي دولتونو له لوري د فلسطيني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه مثبت ګام بللی او د دغه ګام هرکلی یې کړی دی.
سرچینې زیاته کړې؛ دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې صهيونيستي اشغال د فلسطین پر تاريخي خاوره د تېري تر څنګ په غزه کې د فلسطيني ملت د ټول وژنې په جنګي جنایت د دیموګرافیک بدلون هڅه کوي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د فلسطين خاوره د فلسطيني ملت تاريخي مشروع حق بولي، د صهيونستي اشغالګرو له لوري روانه نسل وژنه په سیمه کې د بې ثباتۍ بنيادي عامل ګڼي او په کلکو ټکو يې غندي.
د بهرنیو چارو وزارت يو ځل بيا په نړيواله ټولنه او اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د خپل مسؤولیت او فلسطيني ملت د آزادۍ او دفاع د حق له مخې د روان ناورين مخنيوي لپاره عاجل اقدامات وكړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته