خبرونهټولنه

په بامیانو کې د غر ښویېدنې پېښه کې یو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د بامیانو ځايي چارواکي وايي، چې پرون د یاد ولایت په دویم نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د غر ښویېدنې له امله یو تن مړ، څلور نور ټپیان او یو بل ورک شوی دی.
د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغانی باختر آژانس ته ویلي، چې د دویم نمبر یکاولنګ ولسوالۍ اړوند کلیګان سیمه کې د غره ښویېدنې پېښه کې یو تن مړ، څلور تنه ټپيان او یو بل لادرک شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې ټپيان د درملنې په موخه د اول نمبر یکاولنګ روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته