سیاستخبرونهTOP

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د کډوالۍ ادارې له رئيس سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کډوالۍ ادارې د رئیس اتیلا توروس په مشري د ترکیې جمهوریت له لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
متقي په دغه کتنه کې د ترکیې هېواد له بشري مرستو څخه د قدرداني کولو تر څنګ د کډوالۍ پدیدې، غیر منظم مهاجرت مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پياوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د ترکیې لوري څخه افغانانو ته د ویزې صدور لړۍ د اسانه کولو غوښتنه وکړه، تر څو افغانان په قانوني ډول یاد هېواد ته سفر وکړي.
په ورته وخت کې اتیلا توروس په افغانستان کې د شته امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او یادونه يې وکړه، چې افغان وګړي د غیر منظم مهاجرت په لړ کې د ګڼو ننګونو او ژوند ګواښونکو ستونزو سره مخ دي او د یاد مهاجرت مدیریت لپاره په کار ده
چې قانوني کډوالۍ پراختیا ومومي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، ‏خصوصي سکتور ودې او په افغانستان کې د پانګې اچونې شته فرصتونو په اړه بحث ترسره شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته