امنیت

دشيکاګو په کنفرانس کې به دملي اردو دعمل دظرفيت او دفاعي وړتيا په باب خبرې وشي .

کابل باختر د ثور شلمه

  دملي دفاع وزارت مقامات وايي دشيکاګو  په کنفرانس کې به چې په څو راتلونکو ورځو کې  جوړيږي  له  ٢٠١٤ کال وروسته په لسو کلونوکې دافغانستان دنړيوال ملاتړ او تضمين په باب خبرې وشي .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دملي دفاع وزارت ويندوى  جنرال محمد ظاهر عظيمي  نن په يوه خبري غونډه کې وويل دشيکاګو په کنفرانس کې  به له  ٢٠١٤ کال وروسته په لسو کلونوکې له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې دملاتړ او تضمين په باب خبرې وشي او دامنيتي ځواکونو د سمبالولو   څرنګوالي مشخص کيږي .

 دشيکاګو  له کنفرانس څخه دملي دفاع وزارت اساسي هيله داده چې له  ٢٠١٤ کال وروسته ملي اردو بايد په خپلو پښو ودريږي لوړ کاري ظرفيت اوښه دفاعي وړتيا پيدا کړي  چې وکولاي شي دملي خپلواکي ځمکنې بشپړتيا اوملي واکمنۍ  دفاع وکړي .

  عظيمي زياته کړه موږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو دهوايي پوځ د سمبالولو د زغروالو  قوتونو او دهغو دملاتريزو عناصرو  بشپړولو ته پاملرنه وکړي چې ددفاعي مسئلو له پلوه په خپل ځان  ډډه ولګوو .

 عظيمي څرګنده کړه که چيري  دسولې او دبيا ادغام بهير  په برياليتوب سره  ترسره شي او له افغانستان  څخه بهر د ډاراچوني دتوليد او تمويل مرکزونه دړي وړي  شي  په هغه صورت کې به له  ٢٠١٥ کال وروسته په امنيتي ځواکونو کمښت رامنځته شي .

   ده وويل ټاکل شوې ده دامنيتي مسووليتونو دليږد دريم پړاو دشيکاګو  دکنفرانس تر جوړيدو پوري پيل شي  ديادونې وړ ده دهيواد دامنيتي ځواکونو کلنۍ لګښت څلور زره سل مليارد ډالره اټکل شوي دي چې پنځه سوه مليونه ډالره يي دافغانستان او نور يي دنړيوالې ټولنې له خوا ورکول کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته