سیاستخبرونهTOPروغتیا

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: روغتيايي ادارې دې د درملنې او تشخیص په برخه کې له پوره غور او مهربانۍ څخه کار واخلي

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته په سپېدار ماڼۍ کې د پولې هاخوا متخصصينو اتحاديې له استازو سره وکتل.
ډاکټر دوست محمد ځدراڼ او ډاکټر غلام حضرت په دغه کتنه کې د یادې اتحاديې په استازولۍ خبرې وکړې او ویې ویل چې یاده اتحادیه د ۱۶۰ مسلکي او متخصصو ډاکټرانو په لرلو سره د خپلو هېوادوالو چوپړ کوي او ګڼ شمېر بهر مېشتي افغان متخصصین چمتو دي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
هغوئ همدارنګه وویل چې د تېر په پرتله په طبي برخه کې ظرفیتونه لوړ شوي او د ډېرو ناروغیو درملنه اوس په کور دننه ترسره کېږي.
دوی همدا راز د پولې هاخوا متخصصینو اتحادیې اړوند یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې د ډاکټرانو او روغتيايي سکتور د کارکوونکو د هڅو ستايلو ترڅنګ ياد متخصصين د هېواد لويه پانګه وبلله او زياته يې کړه، چې افغانستان په هر حالت کې دوی ته اړتيا لري.
هغه زیاته کړه، چې د هېواد د کادرونو او شخصیتونو ستاینه او ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او هغوی ته د هر راز اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي همدارنګه وویل دا، چې افغانان بېوسه او غریب دي، نو اړتیا ده، چې دولتي او خصوصي روغتيايي ادارې د درملنې او تشخیص په برخه کې له پوره غور او مهربانۍ څخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې د يادې اتحاديې غړو ته ډاډ ورکړ، چې د حل لارې موندلو لپاره به يې ستونزې او وړانديزونه له اړوندو ادارو سره شريک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته