خبرونهښوونه او روزنه

پکتیکا کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت خوشحال بابا لېسې ته نوې ودانۍ جوړيږي

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې د ٣ ميليونه افغانيو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکیل خالد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په یوسف خیلو ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ د ٣ میلیونه افغانیو په لګښت د خوشال بابا لېسې ته نوې معیاري ودانۍ جوړيږي.
نوموړي زياته کړه، چې په خوشحال بابا لېسه کې د زده کوونکو زیاتوالي ته په کتو دغه ودانۍ جوړيږي چې ٨ درسي خونې به ولري او ورسره ٥٠٠ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابريږي.
د یادونې وړ ده، چې اوونۍ مخکې د پکتیکا د پوهنې ریاست له لوري په بکخېل ولسوالۍ کې دوه نوي ښوونځي پرانیستل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته