سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کندز والي ته د کندز ښار ماسټر پلان د تطبیق په تړاو د همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې، چې وړمه ورځ يې د ګرځندوئ ملي جاذبو په کنفرانس کې د ګډون په موخه بدخشان ولایت ته سفر کړی وو، پرون تر غرمې وروسته یې کندز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا نثاراحمد نصرت، امنیه قومندان او یو شمېر نورو ځايي چارواکو سره وکتل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال کندز ته د خپل سفر موخه له ولايتي مسوولينو سره کتنه او د هغوئ د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل وبلل.
د کندز والي ملا نثار احمد نصرت په یاده کتنه کې د دغه ولايت د عمومي وضعيت په تړاو خبرې وکړې او د کندز ښار د پراختيا او د ماسټر پلان د تطبیق په برخه کې یې د ولسونو غوښتنې د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره شریکې کړې.
نصرت زیاته کړه، چې په کندز ښار کې د ماسټر پلان پلي کول د ګڼې ګوڼې کمېدو او ښاري ښکلا ترڅنګ سوداګرو او کسبه کارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د خلکو د خوښۍ سبب ګرځي.
والي په دې برخه کې د مرکزي چارواکو د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د رياست‌الوزراء اداري مرستیال د کندز ښار د ماسټر پلان د تطبيق په برخه کې د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ.
حنفي همدارنګه د کندز ولایت له یو شمېر ولایتي ریاستونو څخه هم لیدنه وکړه، د ځايي مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته