خبرونهTOPټولنه

د سېلابونو له کبله د يو شمېر لويو لارو، سړکونو او پلونو د تخریب شویو برخو د ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د يو شمېر لويو لارو، سړکونو، پلونو او پُلګوټو د تخریب شویو برخو د ترمیم او هموار کارۍ چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله د هېواد د یو شمېر سړکونو له سطحې څخه د سېلابي موادو د پاکولو ترڅنګ د ځینو سړکونو، پلګوټو او پلونو د تخریب شویو برخو د ترمیم چارې پیل شوې او په چټکۍ سره دوام لري.
سرچینې زیاته کړې، چې د لوګر – ګردیز لویې لارې د تېرې کوتل په سیمه کې د سړک غاړو(شولډرونو) د تخریب شویو برخو ترمیم او داغګیري، په بغلان ولایت کې د دهنه غوري ولسوالۍ مسیر څخه د رسوبي موادو پاک کاري، په پکتیکا کې د سرحوضې – ارګون مسیر د سړک د غاړو او پلګوټو څخه د سېلابي موادو پاک کاري، د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ پر مسیر د بیشکپه په سیمه کې د یو پایه تخریب شوي پلګوټي ترمیم او بیا رغونه او د ګردیز – غزني سړک د تخریب شویو برخو پُلګوټو د ترمیم او هموار کارۍ چارې د اړوندو ولایتي ریاستونو د شته پرسونل او ماشینرۍ پر مټ پیل شوې دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي؛ ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د لویو لارو او سړکونو په ترمیم، رغونه او بیا رغونې سره هېوادوالو ته بشپړې ترانسپورتي آسانتیاوي رامنځته کړي.
د یادونې وړه ده، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مالي او ځاني زیانونو ترڅنګ یو شمېر لویې لارې او سړکونه هم تخریب شوي، چې له کبله یې په یادو لارو د تګ راتګ ستونزې را منځته کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته