نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اوکراين ته سفر کوي

کيف باختر دکب  دولسمه :
په اوکراين کې دکريميا دټاپو وزمې پرسر دروسيې او لويديځ ترمنځ دتاوتريخوالي په زياتوالى سره د امريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري به اوکراين ته سفر وکړي.
باخترآژانس د بي بي سي دخبري شبکې له خولې خبر راکړ: جان کري به سبا د اوکراين د دولت له مقاماتو سره وګوري.
د امريکا دبهرنيو چارو وزير خبر دارى ورکړى دى چې د روسيې تيرى کوونکى اقدام به دغه هيواد ته ډيرې جدي پايلې ولري اوکيداى شي د امريکا داقتصادي بنديزونو سبب شي.
کري دغه ر از ديوې ټلويزيوني مرکې په ترڅ کې وويل چې په اوکراين کې د روسيې دپوځي عملياتو په دليل، روسيه د نړۍ د اتو سترو صنعتي هيوادونو په ډله کې دخپل غړيتوب له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دى او د روسيې د شتمنيو دکنګل کيدو احتمال هم شته .
د امريکا دبهرنيو چارو وزارت د يوې وينا په خپرولو سره اعلام کړى دى چې جان کري به کيف ته د خپل سفر په بهيرکې د اوکراين له ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا سره دامريکا په بشپړ ملاتړ او له بهرنى لاسوهنې او لمسونې پرته دخپل برخليک دټاکنې لپاره د اوکراين دخلکو دحقوقو په دفاع ټينګار وکړي .
  له بلې خوا د اوکراين دسمندري ځواکونو نوى قوماندان په يوه ناڅاپي اقدام کې د کريميا له کور واکى جمهوريت سره د روسيې د ملاتړو په پيوستون سره د وفادارى  اعلام کړى دى .
دا په داسې حال کې ده د روسيې د اردو هغه عسکر چې دکريميا ټاپو وزمې ته ننوتي دي؛ دخپلو سنګرونو دپياوړي کولو په حال کې دي او د اوکراين لنډ مهال صدراعظم آرسنيي ياتسنيوک د روسيې دغه پوځي اقدام دجګړې اعلام وباله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته