امنیت

ديني عالمان: په بغلان ولايت کې نا امني د پاکستان د ناوړو توطيو زيږنده ده

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٧
په هېوادکې اوسنۍ نا امني په تېره بيا په بغلان ولايت کې نا امني د هېواد د دښمنانو د ناوړو توطيو او دسيسو زيږنده دي.
ديني عالمانو دغه ټکي په هغې غونډه کې چې د امنيتي ځواکونو او په هېواد کې د سولې د بهير د ملاتړ له امله جوړه شوې وه، څرګند کړل او په هېوادکې يې د افغانستان د مسلمانو خلکو په وړاندې اوسنۍ نا امنۍ يې د پاکستان د دښمنانه او بې رحمو توطيو زيږنده وبللې او ويې ويل: زموږ د خلکو دښمنان په بېرحمي او دښمني سره د خپلو ګټو د تامينولو په خاطر خپل پلانونه په افغانانو تپي.
د بغلان ولايت د حج او اوقافو د رياست مرستيال مولوي عبدالنصير حميدي د دغه ټکى د څرګندولو په ترڅ کې باختر آژانس ته وويل: په دې پراخه غونډه کې چې د درنو عالمانو په ګډون په پلخمري ښارکې جوړه شوې وه؛ په هېوادکې د نا امنيو اساسي او مهم عوامل د جوتولو په ترڅ کې د ډار اچوونکو پرخلاف د دولتي ځواکونو مبارزه يې يو مقدس جهاد وباله او څرګنده يې کړه: جګړه په هېوادکې د حل لاره نه ده، بلکې له موجودو ستونزو څخه د وتلو يواځنۍ لاره د دولت له مخالفينو سره د خبرو پيل دى.
په دې غونډه کې ديني عالمانو د اسلام د مقدس دين، قرآن او د اسلام د ستر پيغمبر د حکمونو او سنتونو له پلوه د سولې د ښيګڼو او د جګړې د زيانونو په باب خبرې وکړې او يو ځل بيايې له امنيتي ځواکونو سره خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته