کابل /د ليندې ٨مه/باختر
په لسکونو ويجاړ شوي پوځي وسايط د تخار له ورسج ولسوالۍ څخه د ترميمولو په مقصد د دغه ولايت مرکزته ولېږدول شول.
د باختراژانس د خبرله مخې، په تخار کې د اسلامي امارت مسوولين وايي چې د اسلامي امارت مجاهدينو په لسګونو ويجاړ شوي پوځي وسايط د دغه ولايت له ورسج ولسوالۍ څخه د تالقانو ښارته ولېږدول .
د تخار د اوومي سرحدي لوا درستيزوال د دغو وسايطو د لېږدونې په وخت کې وويل چې له دغو وسايطو څخه به له ترميمولو وروسته استفاده وشي.
ج-ا
4 د یوې دقیقې څخه لږ