امنیت

د دريو داعشيانو په ګډون ١٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
دهيواد په ځينو سيمو کې دهيواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو دعملياتو په بهير کې د دريو داعشيانو په ګډون ١٩ تنه ډار اچوونکى ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دملي اردو ځواکونو دننګرهار ولايت داچين او دهلمند ولايت دکجکي دولسواليو او دغزني ولايت دمرکز په مربوطاتو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د دريو تنو داعشيانو په ګډون ١٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اولس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دغه وزارت تاييد کړه د ډار اچوونکو له شتون څخه دبغلان ولايت د ډنډ غوري دپاکولو دعملياتو په دوام د طالبانو دقوماندان ابراهيم له کور څخه دوه ځانمرګي واسکټونه ،دماين شپږ ريموت کنترول ، درې بورى چاوديدونکي توکي ، ٢٤٠متره ثابته سوزونکى فليتې يوه بورى تروتيل چې د چاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي او په زرګونو ډول ډول ګولۍ ترلاسه او په لسګونو ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
دغه راز د درملو يوه ډيپو هم کشف او ترلاسه شوې ده او دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست ته وسپارل شوه.
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو ١٣ تنه منسوبين دهيواد په بيلابيلو سيمو کې د دندو داجرا کولو په بهير دماينونو دچاودنو له امله شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته