امنیت

په ننګرهار کې چاودنو درې تنه ووژل

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
درې تنه په ننګرهار کې په يولړ چاودنه کې ووژل شول او ٢٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنې نن سهار شاوخوا ۱۰بجې د کابل اډې او د جلال اباد ښار د انګورباغ په ساحه کې رامنځته شوې.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنې د اسلامي امارت د ځواکونو د سپرلۍ کاروان د تېرېدو په وخت کې شوې دي.
د ننګرهار امنيتي خبرځايونو تراوسه د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار يو روغتيايي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې ددغو چاودنو له امله درې مړي او ٢٢ ټپيان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه وويل چې زياتره قربانيان او ټپيان د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون ملکيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل په دشت برچي کې هم چاودنه شوې ده. په دې چاودنه کې دوه ملکيان برسېرن ټپيان شوي دي.
تراوسه د دغو چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.
دا په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته لومړنۍ چاودنې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته