ټولنه

په هرات کې د ترافيکي پيښو له امله څه ناڅه ١٤٠ تنه ټپيان شوي دي

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
د نيکمرغه کوچني اختر په ورځوکې په هرات ولايت کې د ترافيکي پيښو له امله څه ناڅه يوسلو څلويښت تنه ټپيان شوي دي او يوتن وژل شوى دى .
په دغو پيښوکې چې د هرات ښار او د دغه ولايت د اړوندو ولسواليو په مربوطاتوکې رامنځته شوې؛ يوسلو دوه څلويښت تنه ټپيان شول او يوپنځه ديرش کلن  سړى په شينډنډ ولسوالۍ کې وژل شوى دى .
د خواجه عبدالله انصاري روغتون مسوولين وايي چې د دغو پيښو د زياترو ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى .
ده وويل: دترافيکي پيښو ټپيانو په دغه روغتيايي مرکزکې زيات شمېر ثبت شوي کسان ځان ته اختصاص کړي دي .
د يوبل خبر له مخې: يو ځوان په انجيل ولسوالۍ کې د وهلو او ډبولو له امله ووژل شو . ددغه پنځه ديرش کلن سړي مړى روغتون ته ليږدول شوى دى .
په همدې حال کې يو ويشت تنه نورهم د وهلو او ډبولو په پيښو کې ټپيان شوي دي .
د خواجه عبدالله انصاري روغتون اداري مدير وويل چې اته تنه نور هم د شينډنډ او اسلام قلعه په ولسواليوکې د ډزو په پيښو کې ټپيان شوي دي .
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په هرات کې اته تنه نورهم دسړې وسلې په ګوزارونو سره ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته