امنیت

په بغلان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولوآزاد شو

کابل / د وږي ۱۰ / باختر
د افغانستان د اسلامي امارت مسوولینو په بغلان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولوآزاد کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې، د افغانستان د اسلامي امارت مسوولینو د بغلان په بڼو ولسوالۍ کې شیراحمد چې درې کاله مخکې تښتول شوی و او د کارګرپه توګه ترې استفاده کېده په دغه ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکوله منګولوآزاد شو.
ويل کېږي چې انسان تښتوونکي کابل ته تښتېدلي دي او د دوی نیولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته