امنیت

طالبان دهرات- قندهار، پل پښتون او د هرات ښار له لویدیځ څخه په شا وتمبول شول

هرات / دزمري ۱۱/ باختر
امنیتي ځواکونو نن،وسله وال طالبان د هرات – قندهار، پل پشتون او د هرات ښار له لویدیځ څخه وشړل .
دهرات امنیتي مسوولان وایي چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتوپه بهیر کې چې نن یو ساعت مخکې پیل شول، وسله وال طالبان یې د هرات -قندهار ، پل پشتون او دهرات ښارله لویدیځ څخه په شا وتمبول .دهرات په بېلا بېلو ساحو کې د امنیتي ،دفاعي او وګړنیزو ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات دوام لري .
دا په داسې حال کې ده چې وګړنيز ځواکونه هم په بېلا بېلو ساحوکې په تېره بیا د هرات ښار د ننوتلو په کمر بندونو کې توظیف شوي دي .
شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته