کابل / د چنګاښ ۱۰ / باختر
په ننګرهارکې په نویو نښتوکې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۵ نورټپیان شول.
دغه جګړې له تېرې شپې څخه ترنن سهاره پورې په حصارک ولسوالۍ کې هغه ځای چې په دې وروستیو کې د طالبانو د شتون او فعالیت ډګرو، ونښتې.
د ننګرهارد رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغو جګړو کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۵ نورټپیان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
-ع
4 د یوې دقیقې څخه لږ