امنیت

په ننګرهارکې د چاودنې له امله د جومات ملا امام شهيد شو

جلال آباد/ باختر د ليندي اوولسمه :
د ننګرهار ولايت د مومند درې په ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو په وخت کې د چاودنې له امله د جومات ملا امام شهيد شو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې د دغه ولايت  د مومند درې ولسوالۍ د سلطان خيلو په جومات کې د ځاى پرځاى کړى شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله د جومات ملا امام شهيد شو .
  ده زياته کړه چې په دې چاودنه کې اته تنه نور لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي چې ټپيان د علاج او درملنې لپاره د ننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ سيمه ييز روغتون ته وليږدول شول.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته