امنیت

د غزني ښار د شالیز سیمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د ملي دفاع وزارت وایي چې د غزني ښار د شالیز سیمه تېره شپه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په دوام په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر آژانس خبریال ته وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په دوام، د غزني ښار د شالیز سیمه په بشپړ ډول د ترویستانو له شتون څخه پاکه شوه او د دغو عملیاتو په بهیر کې د درېو پاکستانیانو په ګډون ۱۸ تروریست طالبان ووژل شول او ۱۵ نور یې ټپیان شول. دغه راز د تروریستانو یوه قرګاه له وسلو او مهماتو سره ویجاړه شوه او د طالبانو لېږدونکي وسایط د ملي اردو د کومانډو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
امان زیاته کړه: د د ښمن پر ضد د افغان پوځیانو هوایي او ځمکني عملیات لا هم دوام لري.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته