سیاست

جمهوررئیس غني د خوست له بېلابېلو اقشارو سره د یو شمېر پروژو د پرانستې په هکله غونډه کې کډون او وینا وکړه

کابلباختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال نن مازیګر د دغه ولایت د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د جرګو په تالار کې د یو شمېر پروژو د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د غونډې په پیل کې د خوست والي حکم خان حبیبي جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پر مهال، په دې خوښي وښوده چې د مهمو پروژو د پرانیستې په موخه یې خوست ته سفر کړی دی. هغه زیاته کړه د خوست ولسونه د نظام او ستاسو ټینګ ملاتړي دي.
ده د خوست د امنیت په ټینګښټ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مننې تر څنګ د دوه ملیاردو افغانیو په ارزښت د نویو پروژو پرانیسته  د خوستوالو په ژوند کې د اساسي بدلون او اسانتیاوو د برابرو په برخه کې مهم ګام وباله.
د دې په دوام د تخنیکي ټیم له خوا د خوست د هوايي ډګر د ځغاست لیکې، د اطفايې مرکز ودانۍ، رادارسیستم ودانۍ، د هوايي ډګر په منځ کې د حلقوي سړک، د وارداتي برېښنا د ویش شبکې، د صبریو ولسوالۍ د خُلبسات د دیرش بستریز روغتون، د دیګانو او مړدیخیلو د پلونو او ښار کې د یوې غبرګ واټ د پرانیستې او ګټې اخیستنې ویډیوګانې نندارې ته وړاندې کړې.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د خوست د ولسونو د تاوده هرکلي او حوصلې څخه مننه وکړه چې لومړی یې د افغانستان نورو برخو ته د تپاملرنې لپاره فرصت ورکړ او  زیاته یې کړه، دا د ملي، افغاني او اسلامي روحیې غوره بېلګه ده.
د هېواد جمهوررئیس جواس خان او د ده له ملي روحیې څخه له دې امله مننه وکړه چې د جمهوري ریاست د بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه یې د خپلې ځوانې لورکۍ مرګ د ټاکنو بهیر تر پایه پټ وساته.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د علیشیرو په ولسوالۍ کې د ښځینه زده کوونکو شمېر د هلکانو دوه برابره دی. دا د نوي خوست تصویر دی او د خوست دغه تصویر ټول افغانستان ته ور وپيژنئ.
جمهوررئیس وویل، د خوست جلغوزي د افغانستان ملي پانګه ده او د کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې په پکتیا او خوست کې د جلغوزیو د پروسس مرکزونه جوړ کړي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، سږنی کال د پوهنې کال دی چې د ښوونځیو د ودانیو په ګډون به د معارف ټولو ستونزو ته توجه وشي او والي ته یې لارښوونه وکړه، هر ښوونځی چې ځمکه نه لري ډير ژر ورته ځمکه پیدا کړئ.
جمهوررئیس غني د اوبو مدیریت ارزښت ته په اشارې وویل، له تخنیکي مطالعې او ارزونې وروسته به په خوست کې د بندونو د جوړولو چارې پيل شي او په دې برخه کې یې د کرنې، انرژۍ او د کلیو پراختیا وزارتونو ته لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د غلام خان بندر د تاسیساتو د جوړولو په موخه به مالیې وزارت ته لارښوونه وکړي او همدارنګه یې خوستوالو ته د خوست ګردیز د متبادلې دویمې لویې لارې د بودجې د منظورۍ مبارکي ورکړه.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته په خطاب کې وویل، د ملکي تلفاتو مخه ونیسئ،  ځکه ملکی تلفات د منلو وړ نه دي. هغه د خوست ولسونو، مشرانو، عالمانو، ځوانانو، ښځو او د ټولو اقشارو له استازو څخه وغوښتل چې د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، موږ د سولې نیت، اراده او عظم لرو، دا د جرګو وطن دی او جرګې د وینې تویونې په مخنیوي کې اساسي رول لري.
جمهوررئیس غني وویل، د کرنې د ودې په برخه کې خوست او لویې پکتیا ته اساسي توجه کېږي او اړوندو مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د کرنې د ودې لپاره واضح پلان ترتیب کړي.
هغه د څیړنیزو او تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر ټینګار وکړ چې کرنیزې پروژې دې د شیخ زاید پوهنتون له لارې اجرا شي.
جمهوررئیس غني د خلکو د ستونزو او قضایاو د حل په موخه لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې د عدلي او قضايي ادارو برخې فعالې شي. پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته