کابل/ د وري ۲۶ مه/ باختر
د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له یو ټېلر موټر څخه نږدې ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شول.
د ننګرهار له امنیې قومندانۍ څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد چاودېدونکي توکي په یو ټېلر موټر کې د دالو په بوریو کې ځای پر ځای شوي و چې د پلټنې پر مهال ترلاسه شول.
د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي.
پای/وصال
9 د یوې دقیقې څخه لږ