ورزش

پنځه تنه افغاني ورزشکاران په روسيه کې په مو تاى سياليو کې ګډون کوي

کابل -باختردوږي دمياشتې ١٢ :
ټاکل شوى ده  دموتاى د ورزش نړيوالې سيالۍ سبا په روسيه کې پيل شي .
دالمپيک دملي کميټې درسنيو مسوول عارف پيمان باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ دسلو ورزشکارانو ترمنځ  په  روسيه کې دروان کال دسپټمبر دمياشتې له دريمې نيټې څخه پيل اوتريوې  اوونۍ پورې به دوام وکړي .
دپيمان دڅرگندونوله مخې،  په دغو سياليو کې له افغانستان څخه پنځه تنه ورزشکاران ، يو ښوونکى، يو حکم او يو هيئت ګډون کړي دي. دوه کاله مخکې دافغانستان دموتاى ورزشکارانو وکولاى شول دسپينو زرو يو مډال او دژيړو دوه مډالونه خپل هيواد ته وګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته