امنیت

په هلمند کې یوولس کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
یوولس تنه په هلمند کې په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په اړوند ونیول شول.
پولیس وایي نیول شوي کسان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هلمند له مرکز او یوشمېر ولسوالیو څخه نیول شوي دي.
پر نیول شویو کساننو د غلا، شوکمارۍ د نشه یي توکو د قاچاقو او له سند پرته وسلو سره د تګ راتګ تور لګول شوی دی.
د هلمند پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې پولیسو دغه کسان د عملیاتو او د موټرو د پلټنې په بهیر کې نیولي دي.
ویل کېږي د نیول شویو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضایي بنسټونو ته استول کېږي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته