ورزش

دافغانستان د ازادو مبارزو اتل حق پرست خپل مکسیکویی سیال ته ماتې ورکړه

کابل / د کب / ۲۴/ باختر
د افغانستان د ازادو مبارزو اتل نصرت حق پرست ، په یوې سخته او ستړې لوبه کې خپل مکسیکویی سیال ته ماتې ورکړه .
حق پرست په دغې لوبه کې یرغلیز څرګند شو او په درېو روندونو کې یی خپل ځواکمن سیال رافا ګارسیا ته د بريد وخت ورنکړ او په پای کې حکم په تصمیم سره د دغې لوبې ګټونکی اعلام شو.
دغه لوبه د يو اف سي د معتبر سازمان له خوا د امریکا د لاس ویګاس په ښار کې تر سره شوه .
رافا ګارسیا په خپلو ۱۳ حرفه یی لوبو کې یوه ماته په کار نامه کې لري.
له بلې خوا افغان ورزشکار نصرت حق پرست له ۱۴ لوبو یوازی دوه ماتي تجربه کړې دې .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته